ليكوال : برانسيلاو نوشيج
ژباړن : عبدالحميد ترابي، كندهار
د خرس چيچى
خپله مي لاس پر تېر كړ او ومي ويل:
"اوهو"
وروسته مي ښځې لاس پر تېر كړ، بيا مې خواښي، بيا مي خور، بيا مي خوښيني، بيا مي اولادونو او بيا اشپز په خپل وار لاسونه پر تېر كړل او ويې ويل:
"اوهو"
بيا مي د خواښي په غوښتنه كشيش راوغوښت، چي تر حلالېدو وړاندي دعا ولولي او د دغو ټولو كارونو تر پاى ته رسېدو وروسته مو بېرته په ډاډه زړه خپل ورځني كارونه پيل كړل.
ښځې مې ماشومان ولمبول او بدرنګه لنګوټې يې پر سر ور وتړلې. خواښې مي په داسي حال كي، چي د عصابو د ارامتيا لپاره يې د خردل ملهم پر غاړه ايښي وو، ځان په كوسي كي وپېچه او د بخارۍ تر څنګه كښېناستله، خوښيني مي د كريسميس لپاره خپلې جامې غيچي كولې او ګنډلې، شځې مي هم د تل په څېر (د سر د درد) لپاره د پټاټو نازك پوستكي پر سر كښېښوول، هغوى يې په يوه ټوكر باندي وتړل او بيا يې په پټرولو د ټپلو د پاكولو په خاطر خپلي سپينې دستكلې په لاس كړې، مزدوري مو هم زما زړې موزې په پښو كړې او لاړه چي فرشونه ټك وهي او ما هم ږيره خريله. په دغو شېبو كي څومره شاعرانه چاپېريال و، هر يو په خپل كار بوخت و، ناڅاپه مو مزدوره د كوټې منځته په تېزۍ او تلوار راغله او په داسي حال كي چي جارو يې په لاس كي خوځاوه ويې وې (ويې) ويل:
"د خرس چيچى تښتېدلى دى!"
البته تاسي اټكل كولاى شئ، چي زموږ په كوچني محفل كي د دغه خبر انعكاس د بم له چاودنې څخه كم نه و.
موږ ټولو په يوه وار چيغه كړه او د خرس په موندلو پسې ووتلو.
د كتار په سر كي ما په لوڅ سر، پېش بند په غاړه او مخ په كريمو لړلى حركت كاوه، تر ما وروسته مي ښځه وه، چي د پټاټو پوستكي يې پر سر پراته او دستكلې يې په لاس راروانه وه، په هغې پسې مي خواښې وه، چي ځان يې په كوسي كي پېچلى او منډې يې وهلې، تر هغې وروسته مي بيا خوښيني وه، چي د مېلمستيا د جامو لمن يې اغوستې او ځغستل يې، په هغې پسې مو بيا په جارو مسحله مزدوره، چي زما زړې موزې يې په پښو وې راخطا شوې وه او بالاخره د كتاب په اخره كي زما دوه زامن راپسې وو، چي لنګوټې يې تړلې او خېزونه يې وهل.
ما په خپله د دغه لښكر مشري پر غاړه واخيستله، دښمن بې له توقفه پر شا تګ او موږ هم بې له تلفاتو په خورا برياليتوب پرمختګ كاوه. د پرمختګ پر مهال مې مازې خواښې خپل ملهم او ښځې مې خپل د سر د پټاټو پوستكي له لاسه وركړل. خو له دې سره سره مو هم د لښكرو روحيه زوروره وه او په خورا زړورتوب يې د برياليتوب پر لور الوت (پرواز) كاوه. په همدغه ډول مو د بلګراد څو واټونه ووهل، تر څو چي خرس مې يوې چاردېوالۍ ته ننوت. د وخت له ضايع كولو پرته مې ډېر ژر وروستى امر صادر كړ او لښكر مي په جنګي بڼه سينګار كړ.
درنه توپخانه، يانې خواښې مې د دروازې تر څنګ او غرنيزه توپخانه، يانې ښځه او خوښينه مې په چاردېوالۍ كي په داسي ډول ځاى پر ځاى كړې، چي ټوله چاردېوالي يې تر سترګو لاندې فاصله وي، مزدوره مي د انبارو تر څنګه ودروله او ټوپكوال نښه ويشتونكي، يانې لنګوټې پر سر تړلي اولادونه مې د يوې كرښې په څېر كتار ودرول او خپله د سيمي د كشف په نيت وړاندې لاړم.
موږ پر خپل برياليتوب ايمان درلود، خو په جګړه ييزو عملياتو كي ښايي چي ده كوچنۍ او ناكي پېښې هم ډېرې مهمې پايلې وزېږوي. موږ هم په همدې بلا اخته شوو، يانې خرس مو د بوټو او خسو په دېوال كي د يوه سوري له لارې تښتېدلى او ځان يې يوې بلې سيمې ته ايستلى و. د دغې پېښې منځ ته راتګ د جګړې د عملياتو اوږدېدل بې مانا او غير عاقلانه وګرځول.
موږ بالكل لكه له مسكو څخه د ناپيليون لښكر بېرته راتګ، د جګړې او پيكار ډګر مو پرېښود او راروان شوو. واوره اورېدله او ځمكه يې پوښلې وه. زه په داسي حال كي چي سر مي ښكته ځړولى و، وړاندې روان وم او تر شا مي ماتې خوړلي لښكر په بايللې روحيه لاره وهله.
واوره اوريدگله او لا هم اورېدله... او ما باور درلود، چي په هماغه شېبو كي يو بل چا په يوه بله سيمه كي زما د خرس پر سر لاس تېراوه او ويل يې:
"اوهو"
كله چي په خورا نهيلۍ او نااميدۍ د كريسميس د شپې راتلو ته په تمه وم؛ اوازه شوه چي د كورنيو چارو د ښاغلي وزير خرس هم ورك شوى دى. د ښاغلي وزير بدمرغي كولاى شئ، چي په نظر كي يې مجسمه كړئ، ځكه هغه به هم زما په څېر د دغې پېښگې په منځته راتلو د كريسميس په شپه پر ستر خوان د سور كړي خرس له نندارې څخه بې برخې شي.
زما او د كورنيو چارو د ښاغلي وزير په برخليك كي يو ګډ لامل راغلى و او دې موضوع ما ته خورا ډاډ راكاوه. همدا رنګه چا ته معلومه وه، چي زما او د ښاغلي وزير خرسونو دې يو له بله لار نه وي جوړه كړې، چي زما او د ده د كورونو تر منځ يو ځانګړى تړاو رامنځته كړي؟
ښكاره ده چي ښاغلي وزير د خرس د پيدا كولو لپاره زما په څېر لښكر تيار نه كړ، بلكې په ډېرې سادګۍ يې د بلګراد پوليسيو ته ټيليفون وكړ:
_ الو
_الو
زما د خرس چيچى تښتېدلى دى.
خو اوس ستاسې وار دى، د ماموريتونو كاركوونكي او پوليس په نظر كي راوګرځوئ او پام مو وي، چي دغه پېښه له كريسميس سره جوخته منځته راغلې ده او په داسي حال كي چي ټاكل شوې ده، د دولت كاركوونكي د نورو كلونو په څېر، د نوي كال د راتلو په مناسبت ترفېع هم واخلي. د دغې مسئلې په نظر كي نيولو سره د هر دولتي مامور فكر په اسانۍ او سادګۍ لوستلاى شئ:
"ښايي د خرس د دغه چيچي د موندلو له امله ترفېع هم واخلم".
ټولو مټې راونغاړلې او په كار بوخت شول. د ماموريت يو افسر او په هغه پسې يو سرتېرى، چي د خرس چيچى يې په څنګ كي دى، برابر د ښاغلي وزير د كور پر لور رهي شول.
ښاغلى وزير صيب! وياړم چي اوروم، چي خپله مي شخصاً ستاسي د خرس په ژر موندلو كي ټول زور په كار واچاوه.
يوه شېبه وروسته د ورد اچارد د سيمې د ماموريت يو افسر له يوه سرتېري او خرس سره د وزير د كور پر لور روانېږي.
ښاغلى وزير صيب! وياړم چي...
شل دقيقې هم نه تېرېږي، چي د ساوامال د سيمې د ماموريت يو كاركوونكى د ښاغلي وزير د كور لار نيسي او چي يوه سرتېري د خرس درېيم چيچى پسې اخيستى دى.
ښاغلى وزير صيب! وياړم چي...
اوس نو د ښاغلي وزير د كور په انګړ كي د خرس درې چيچان خرهارى كوي او په هماغه مهال كي هم درې كاركوونكي د وزير له لوري د ترفېع اخيستلو لپاره شېبې شماري. په همدغه وخت كي دورچول د سيمې د ماموريت يو كاركوونكى راپيدا كېږي، چي يوه سرتېري خرس پسې راروان كړى دى.
ښاغلى وزير صيب! وياړم چي اوروم، چي ستاسې د خرس په موندلو كي شخصاً بريالى شوم.
يوه شېبه وروسته د وزير د كور وړاندې يو موټر ودرېږي او د تويچيدر د سيمې د ماموريت رئيس او يو سرتېرى له يوه خرس سره ځني راښكته كېږي.
ښاغلى وزير! ... ستاسې د خرس چيچى د تويچيدر سيمې ته تښتېدلى و، خو ډېر ژر مي وپېژانده او راګير مي كړ! هېڅوك زما څخه نه شي تښتېدلاى.
او په همدغه وخت كي ياليلوي د سيمې د ماموريت يو كار كوونكى راښكاره كېږي او په هغه پسې سرتېرى يو فيل مرغ رااخيستى دى. ظاهراً خو د خرس په ټينګولو نه دى بريالى شوى، مګر څه پروا لري، فيلمرغ يې موندلى دى. په هر حال هغه نه غواړي، چي د دغو جزوي او ناكي مسئلو په خاطر له خپلو همكارانو څخه وروسته پاتې شي. ښاغلي وزير د ده د ګزارش په اورېدو چيغه كړه:
_ خو فيلمرغ مي نه و تښتېدلى!
_ ښاغلى وزير! ايا باوري ياست، چي تښتېدلى حيوان فيلمرغ و؟
په دې دول، په داسي حال كي چي زه په هماغه شېبه كي بې خرسه پاتې يم، د ښاغلي وزير په كور كي د ماموريتونو استازيو خر_ خر كوي او له هرې څانګې څخه يو ګارډ د نوي كال د ترقيعاتو په انتظار كي دى. كه چېرې يوه ورځ د كورنيو چارو وزير شوم او د خرس چيچى مي وتښتي، ټولو ماموريتونو ته به خبر وركړم.